یو شمېر سیمه ییزې سرچینې خبر ورکوي، چې د کندهار ولایت د ژیړۍ ولسوالۍ په سنځري کلي کې یوې تازه واده شوي ناوې ځان وژنه کړې ده.
د هغوی په وینا، هغې تېره ورځ پخپل کور کې ځان ځان زندی کړی او وژلی دی.
که څه هم تر اوسه د هغې د ځان وژنې بشپړ لامل نه دی معلوم؛ خو ویل کېږي، چې یادې ناوې د کورني تاوتریخوالي له امله ځان وژنه کړې ده.
د معلوماتو پر اساس، د یادې مېرمنې د ناوې کېدو شپږ میاشتې کېدې.
دا پیغلې داسې مهال ځان وژنه کړې، چې د تېري جنوري میاشتې په پيل کې هم د یاد ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې یوه نامزاد ځوان ځان وژنه وکړه.