د ښاغلي محمدهاشم سنګر نیازي شعرونه

د ښاغلي محمدهاشم سنګر نیازي شعرونه

د ۱۳۴۸ کال د ګلونو او رنګونو موسم وو، لغمان د پسرلي په شنه او رنګین شال کې لکه نوې سینګار شوې ناوې د عطرونو او خوږو په ټال کې  ټالۍ خوړله چې د سنګره په کلي کې یوه ماشوم چې وروسته د دې ملک یو غزل بول شو، سترګې وغړولې.

عبدالهاشم په خپل دغه بچي خپل نوم په لږ تغیرولو سره محمدهاشم ونوماوه، محمدهاشم وروسته بیا کله چې د شعر له ملکې سره یې د مینې اړیکې ټینګې کړې نو دا وخت محمدهاشم سنګر شو او کله چې نارې  او سورې او موزونې ساندېیې نورې هم خپرې شوې نو دا وخت محمدهاشم سنګر نیازی شو.

محمدهاشم سنګر نیازي خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې د لغمان ولایت د الینګار په ولسوالۍ او د خوست په ولایت کې ترسره کړلې او وروسته یې یې د ژبو او ادبیاتو په برخه کې د کابل په پوهنتون کې د ماسترۍ ترکچې لوړې زده کړې وکړې.

سنګر نیازی، ساده، رنګینې او خوږې غزلې لیکي، د ده په شعرونو کې یو خوږ لطافت او صمیمیت پروت دی، دی د تکلف مخالف دی او لکه څنګه چې وایي د ګلو له مالته ښاپیرو راوړی یم، همداسې زیارباسي څو د ښاپیریو له مالته رنګین تصویرونه راوړي، او په خوږو الفاظو سره  یې داسې وپیي لکه یو انځورګر چې د بېلابېلو رنګونو په کارولو سره یوه زړه وړونکې منظره جوړوي.

سنګر نیازی چې د هېواد تکړه ویاند دی په ۱۳۸۲ لمریز کال د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا دغوره ویاند لقب ورکړل شو.

سنګر نیازي په ملي راډیو ټلویزیون کې پر ویندویۍ سربیره، دملي ټلویزیون د خپرونو د ریاست د مرستیال، د جمهوري ریاست د ویندوی د دفتر د خبري برخې د مسوول، د خوست ګمرګ د رییس، له پیښو سره د مبارزې په چاروکې د دولت د وزارت د مطبوعاتي سلاکار په توګه دندې ترسره کړي دي او اوس مهال د بهرنیو چارو وزارت د فرهنګي سلاکار په توګه په خدمت بوخت دی.

د سنګرنیازي دغه آثار چاپ شوي دي:

۱، ملنګې هیلې، شعري ټولګه

۲، ما، مه هېروه، ناول

۳، نطاق د راډیو ټلویزیون مهم عنصر دی، د نطاقۍ لارښوود کتاب.

 

ناچاپ آثار:

۱،ته مې په زړه کې لکه زړه اوسېږې، ناول.

۲، د راډیو افغانستان ادبي پروګرامونه، د ماسترۍ تیزس.