رموز

2020-09-21

زه پخپل وطن کې پښتونوالــــــــی ټینګولی شم
زه د ظلـــــــم و زور او د تیــــري مخه نیولی شم

زه اصلي لمسی د احمد شاه او میرویس خان یم
ګوره زه پښتو لپاره ځان قـــــــربــــــانـــولـی شم

تاته وایمه رقیبه لږ په نیمه بــــــــانــــدې پوه شه
زه دې له دي ملک نه په یو رپ کې ورکولی شم

تا فکر کاوه چې زه په دروند خوب کلـک ویده یمه
نن یمه ویښ شوی تا په سم هم ځغــلولی شم

لږ څه د تاریخ ورقې واړاوه پــــــــه ځيــــــــــره ته
ما پر دي شړلي نو په تا هر څه کــــولــــــی شم

ما سره ځان جوړ کړه که نه زه زخمپ ښــاماریمه
یو نیمه پوکي باندې دې هډ ویلې کــــــولی شم

ماته د موږک او د پيشو لوبه ښــه نه ښکــــــاري
زه یمه زمری پخپل قانون دې پـــــوهـــولــی شم

یمه زه زمری شاهي خاصیت لرم په ویـــــــنه کې
زه شرمښان کله پخپل څنګ کې پرېښودلی شم

ګوره په زمري چې د پيشو ګمان و نـــــــه کړې ته
لس او زر مږکه زه په یو وار ښه خوړلــــــــی شم

دلته به پښتو غیبت چې دې کې اتلان شــــته دی
زه چانه ښکنځل د پښتو کله اورېـــــــدلــــــی شم

د ښا غلي لمر پرهېز شعرونه - نور