مالیار

2020-09-21

مالیار لاړلو په بـــــــــڼ کـــــــې ګــلان نشته
د بلبلو ها چـــــغـــار او نغــــــــان نشــــــــته

چې په خپل لاس یې ګــــــلونــــــه وو کرلي
نن هغه د سرو ګـــــلابـــــو بـــوستان نشته

چې یې ونې بــــوټـــــــــي تل روزل په مینه
نور هغه غمخـــــــور بې وځلی باغوان نشته

په خوږو نغمو به یې خلک ویښ کړل له خوبه
اوس په دغـــــه ویجاړ باغ کې طوطیان نشته

چې سندرې یې د ګل په یــــــــــاد ویــــــلې
نور هغه په ګـــــل میــــــن بلبـــــــــلان نشته

چې به یې تل د خوشبویۍ نه خلک مست وو
اوس هغه د نــــــــرګس بــــــــویه ګلان نشته

د بهره چې راتلل خلک یــــــــې لېـــــــــــدو ته
نن هغه د جنت مثلی مکــــــــــان نشــــــــــته

اوس کارغانو پکې ځالـــــــې جـــــــــوړې کړي
ځکه نن د باغ په ســــــــرګــــــربـــــــتان نشته

هر یو بڼ تل یو ریښتینې مالــــــیار غـــــــــواړي
بې له دې نه هیڅ ګلشن پـــــــــــه بهــار نشته

د ښا غلي لمر پرهېز شعرونه - نور