هـــــــــيله د لمبو په سر ولاړه وه
اښکـــــه د بڼو په سر ولاړه وه
مينه له اووم آسمــــــــان راغلې وه
ستــــــــــا د اننګو په سر ولاړه وه
حسنه! زماد خيال بېړۍ دې غرقه کړه
سمـه د اوبـــــــو په سر ولاړه وه
ستا هنـدکۍ وعده په بتکده کې وه
طمه د حجــــــرو په سر ولاړه وه
دا سپوږمۍ غمازه وه درتلى نشوم
پاس د چنــــارو په سر ولاړه وه
ذکر وو مسيده د شهيــــد ارمان
سانــــده د نغمو په سر ولاړه وه