ربه و ما ته وزرونه راكړه
چي سم روان د هسك اسمان و لور ته
له دغو خلكو څخه لري سمه
او پرواز وكړمه د لمر و كور ته
چي بيا له هغه پورته شنه اسمان نه
لاندي و دې نړۍ ته وګورمه
چي يو د بل، بل د بل زړه ماتوي
د وخت و دې لړۍ ته وګورمه
داسي به سترګي ډېري و لغړوم
چي مينه ووينم نفرت ووينم
همداسي ټوله موجودات ووينم
چي دوږخ ووينم جنت ووينم
بيا به د ټولو كايناتو څخه
له هغه ځايه عكاسي وكړمه
د ټولو ښه او بد به كړمه مالوم
دا به له ځانه شهكاري وكړمه
له دغو ټولو اخيستنو نه به
بس د شاعر غوندي يو شعر وليكم
چي مركزي ټكى يې مينه وي پس
ټول كاينات به پرې چاپېر وليكم
بيا به نو دغه جوړ كړه سوى شعر
د اسمان پاكي پرښتې واوري
ځكه
نه غواړي دغه نفرتي وګړي
د ميني پاكي كليمې واوري
۲۹/ ۳/ ۱۳۸۱ كندهار