غزل

2020-09-21

مينه چې سترګو کې د يار ورکه شوه
زما نه هم د ژوندون لار ورکه شوه

هغه د نيا چې مې په خيال جوړه وه
دا ستا د مينې په انکار ورکه شوه

خاونده نورو نه يې مه ورکوې
هغه متاع چې له ما خوار ورکه شوه

لکه چې لمر د مازديګر ډوبيږی
هسې يې مينه وار په وار ورکه شوه

جانانه اوس خوراته سم ووايه
دادې يوه وه که په شمار ورکه شوه

کوټه