ځه چې ځو اشنا دلته ژوندون ګران دی
دلته د دوو زړونو پيوستون ګران دی
هر انسان له مينې نه نفرت کوي
دلته د مين د زړه سکون ګران دی
اور د نفاق بل دی اتفاق نشته
ګرانې د نفاق د رنځ سمون ګران دی
ځان ته به دنيا د مينې جوړه کړو
دې کلي کې هره ورځ بېلتون ګران دی
کوټه