غزل

2021-10-19

ښايي چې فلک مو لا په وينو، غوښو موړ نه دی

هيڅ نغری گرم نه دی، هيڅ يو سنگر سوړ نه دی

 

و يې بخښئ خيردی، که شرابو ته بد وايي شېخ

رب دې ور په برخه کړي کامله روغتيا، جوړ نه دی

 

نه کېږي آبداره مرغلره په يو غر تیږو

لوی همېشه لوی مه بوله، ووړ همېشه ووړ نه دی

 

فکر و ذوق مې گوره، په تار، تار پټکي مې څه خاندې؟

خيردی که عنوان يې نوی نه وي، مضمون زوړ نه دی

 

فخر دې په خپل معراج ډېر نۀ کوي، منصور پوی کړئ

عشق هغه ماڼۍ ده چې يې دار هم وروستی پوړ نه دی

 

موږ درمله هغه غزل ستا گڼلی نه دی چې

خال غوندې د حسن د اوږدې کيسې نچوړ نه دی