غزل

2021-10-30

چې اوس هم د ټوپک او د ګولۍ خبرې کېږي

حیران‌ یمه چې‌ بیا هم‌ د سیالۍ خبرې‌ کېږي

 

وه وروره! وه ملګریه! وه د آمن دعوېداره! 

ته ژاړې چې زموږ د خوشالۍ خبرې کېږي؟!

 

د ښار د واعظانو سترګې پټې او خولې خلاصې

زه سر نه لرم، ماته د خولۍ خبرې کېږي

 

چې سوله وي، بندي وي د څلورو دېوالونو

چې جنګ وي د میوند د ملالۍ خبرې کېږي

 

وطن د آزادۍ او آبادۍ په نوم شهید دی

په ګل او ګلاب شونډو د ږلۍ خبرې کېږي