تاز

2020-09-21

يادونه:((تاز يوه حشره ده چې د اولاد له زيږېدو سره سمه مري))

 

 

 

*****

 

 

 

ما تاز ليده چې ځان يې ونې پورې ورساوه

 

د زړې ونې نرى ښاخ يې خپل مرګ ځاى وټاکه

 

څو خپل ژوندون ترې زېږېدونکي نوي تاز ته ورکړي

 

په تاز دردونه راغلل

 

د مرګ دردونه د تازه تاز د زېږون دردونه

 

او تازه تاز وزيږيد

 

د زاړه تاز له وجود جوړ نوى تاز والوتلو

 

او د زاړه تاز تش کالبد د ونې ښاخ نه باد را وغورځاوه

 

 

*******

 

 

د مور غښتلى وجود کټ مټ د کوټې د ديواله په څير و

 

د زيږون درد د مرګ تر پولې پورې راوستله

 

خو مرګ د بل ماشوم لپاره بيرته پرېښودله

 

دوه ماشومان د مور د تن

 

 

 

 

 

 

د تکو سرو وينو له منځ څخه

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

وتونکو سپينو پيو لوى کړل

 

په کور کې درې اوسېدل

 

دوه يې د ښې روغتيا د ښه وجود څښتن کسان و

 

خو دريم کس، يوه زړه بوډۍ وه

 

وه د ژوندون د زړې ونې په نري ښاخ ناسته

 

د خپل اولاد د الوتلو ننداره يې کړله

 

((دغه دى اوس يې اولاد والوتلو))

 

او باد هم راغى د زړې بوډۍ کالبد يې لاندې پرې اېستلو