غزل

2020-09-21

ښه راغلی مي په بل شو ي څراغ نه و ي

چي درځم ستا پر ورغوي څراغ نـــه وي

 

هر څراغ ته چي کړم لاس په دې تياره کی

په لاس راشي لاس د روي   څراغ   نه  وي

 

په دې شپه کـــي که  څه   شی چرته   بلېږي

نو هغه هم د چـــازړه وي څـــــراغ نــــه وي

 

هـــغه شــــپه تـــه ډېــــره زيـــــاته رايادېږې

چي په کور کي مي تياره وي څراغ نه وي

 

دروېـــــش کښیني د زاړه زخـــم رڼا تــــه

چي کوم وخت ئې وس د نوي څراغ نه وي