غزل

2020-09-21

په خیال کې چې مې ستا خواږه یادونه ځي راځي

په سترګو کې مې ښکلي تصویرونه ځــي راځي

خیالونه شي ټالونه ستا په مخکې ځــــــــم راځم

سینه باندې دې څه ښه امېلونه ځــــــي راځــــــي

دهجر توره شپه کې کله کله چې برېـــــښـنـا شي

په مخ دې تورې زلفې ولونه، ولونه ځـي راځـي

خمار دې د ملالو سترګو یمه نېــــــشه کــــــــړی

لېمو کې دې د میو ډک جامـــــونــــــه ځي راځي

وعدو کې بې وعدې یې بې وفا یې کـــــــبرجنې

په خوله دې ډېر نا ترسه قسمونـــــه ځـــي راځي

محفل کې چې دې وینم غمازان درنه چاپېروي

په زړه مې دغمون غرونــــــه غرونــــه ځي راځي

ګیله نوره ونـــــــه کـــــــړې اکـــــبري د بېلتانه نه

دونیا کې لږ او ډېر داسې وخــــتونه ځي راځي