2020-09-21
که دې لږ نظر په ما کړې څــــــه بـــــــه وشــي
که زخمونه مې دواکـــــــړې څـــــه بــــه وشي
ستا خندا زما دعــــمـــــر زیـــــاتېــــــــده دي
په رښتیا که دې خنداکړې څـــــه بـــــه وشي
څه به وشي چې وصال باندې مې ښاد کړې
یا په ناز که مې تـــــــرخوا کړې څه به وشي
سودایي شومه پــــــه میــــــــنه کې دې ګله
که مې لرې دا ســــــــــودا کړې څه به وشي
سوی سوی یمه ستا فـــــکرو یــــــــم سوی
که دوصل پیاله راکـــــــړې څه به وشــــــي
دروازې تـــــــه دې ولاړ لاس پـــــه زارویم
که قبوله مې دعـــــــا کــــــړې څه به وشي
لاس راښکل په عاجزانو لوی ثواب دی
که رحمت په بی نوا کــــــړې څه به وشي
که دوا د اکبري د زخـــــمــــي زړه شــــي
که مې غوږ ته دا وینا کوې څه به وشي