2020-09-21
ومې یو څو ورځې سکونت د یار په کـــــــــــلي کې
ډېر شومه ستومانه عاقبت د یار پــــــه کـــــلي کې
زه دیار دکلي نه په لرې ځای کې پــــورت ومــــــــه
ومې دا څو ورځې قسمت د یار په کـــــلـــــــــي کې
ماویل د وخت وحشتګیرۍ نه به دمـــــــه شمـــــــه
کړم په ګوزاره په شرافت د یار پـــــــه کــــــــلي کې
راغلم په صفا او صداقت او محبت بــــــانــــــــدې
نه ومه خبر په شرارت د یـــــار پـــــــه کــــــــلي کې
هلته د یار کلي کې روزلي وخت بچـــــــــــوړي وو
ګوته ورته غاښ شوم په حیرت د یار پــه کلي کې
هلته نامردي ، تنـــګ نــــظري ، کیــــنه او کبر وو
وامې خیست د ټول عمر عبرت د یار په کلي کې