غزل

2020-09-21

لکه ايبليس دخدای له لا رې دي ايستلي خلک
 داســــــــــــې يو چا زمونږ دکــلي غولولي خلک
 دزړه يـــــاسين مي دجانان په غــــاړه و ځــــړاوو
 تر شــــــيشکانو دي بدتر ددغه کـــــلي خلـــــک
 پـــــوهېږم ښه چې دزرينې پردې شاته څـــــه دي
 پــــه دې مستوره ښکلا ډېر دي تېر وتلي خلک
 دلـــــــته نا حـق به ځان ته وايې که ژوندون تېروې
 دحق په سر دار ته منصور غوندې ختلي خلک
 دازادۍ پـــــــه ژوند ناخوښ دي ددې چم وګړي
 تقدير يې ښه دي بند په بند باندې تړلي خلک
 ژبه لري هر يو ســــړی خو افسوس دا چې دلته
 دجنګ په ځای په سوله نه دي غږېدلي خلک
 دلته په کاڼو باندې ولي هر څوک خپل خواخوږی
 هغه ودان دي چې يـــې ډېر دي ځورولي خـــلک
 په زاړه کلــــي کې څوک نوي خلک نه قبـــــلوي
 دلتــــه پـــــــه تللو پسې هــــره پلا تـــللي خلـــــک
 سقيـــــمه! دلـــته له جانان نه جانــان نه دی مـــراد
 جـــانان هغه دی چاچې ډېر دي ژړولي خلــــــک