غزل

2022-10-03

له تا څه پټه چې کم دی او که زيات دی

خدايه! غوټه زړه مې غوټ درڅخه مات دی 

 

باوجود د دې چې غوث د زمانې يم

مګر مرچ اغا مې پير خرابات دی 

 

ژوند نو څه دی، خو په خپله سرخوږی دی

او مثال يې ځنډېلی ملاقات دی 

 

ژوند دغه دی، وږې خېټه په پرده کې

بل يې ښه مثال د کونډې روژه مات دی 

 

زما زړه په عبارت کې بې پروا دی 

د وطن په اصطلاح کې درته مات دی

 

دلته زړه له واکه وځي پښې لاړې

تا نيولی په نظر کې مساوات دی 

 

د سکروټو په باران مې فال بيان دی 

په نصيب مې امامت د شوبرات دی 

 

يوه سترګه دې ښکارېږي، ته وا جيم دی

نيم لوڅ مخ دې خياليګرې جلبات دی 

 

زه دې هسې د ياري په نوم قانع يم

کنه چېرې رالېږلی دې سوغات دی؟

 

دا خو غم دی چې موجو يې پر سر يووړم

مګر وزن مې تر تورو غرونو زيات دی 

 

زړه مې ټول له يوه‌ده‌وو کيسو ډک دی

ټکي ټکي دی، پاشلي کلمات دی 

 

ته تېرېږې چې کسوپ پر ځمکه راشي 

وارخطا دې له هيبته کاينات دی 

 

م- لا څه دی؟ پرتوګاښ دی، لاس په ګنډه

او جماع ده، استنجا ده اودس مات دی 

 

شېخ پټکی دی لکه مار تر سر پېچلی

يا له زهرو ډک په خېټه کې را قات دی

 

م - لا ګوره ږيره کت کړي پکې خاندي

بيا به ګورې چې په زړه کې يې پسات دی 

 

د م - لا نوکان په لاره کې پراته دي

خدايزده چېرته خبر شوی په خيرات دی