غزل

2020-09-21

ګرانې ! د ځان مي کړه د ښکلي مخ هينداره مي کړه

يوه خوله راکړه په اختيار يم بې اختياره مي کړه .

 

ماشوم زړګى مي د بېلتون په سختو نه دى خبر

ګرانې ! څو شپې رانه خوا بدې شه بيداره مي کړه .

 

ناڅاپه وويې وېل ټپه کې دي نوم څنګه واخلم ؟

خو چې څوک پوه نه شي ليږ پوه مي کړه هوښياره مي کړه .

 

بيا به دي مخ ته کرۍ شپه لکه د بنګو پياله

ناسته يم غرقه ليږ مي ستړې کړه خماره مي کړه .

 

اوس چې مي خيال ته راشې غم دي په سګرېټ غلط کړم

هغه هم خت وو چې به کرکه له نسواره مي کړه

 

سقيمه ! ته وا داسې وخت به کله هم راشي چې

يوه جينۍ راته زارۍ کوي چې ياره مي کړه ؟