2020-09-21
تاسی بی درده په دردو څه خــــــــــــــبر
د زخمي زړه په فريادو څه خـــــــــــــــبر
په ځان مين يي شيش محل کي اوسی
په بی کورئ او يخو شپو څه خـــــــــــبر
ای د کباب په مزو مستو خــــــــــــــلکو
د وچ سوکړک په کرپيدو څه خـــــــــــبر
ډير مو په ږيرو او تسبو غلط کــــــــــړل
مونږ سادگان مو په نيتو څه خـــــــــــــبر
وطن مو ټول په کنډوالو بدل کــــــــــــــړ
د خوار غريب په بی وسو څه خـــــــــــــبر
آ د پردی تر شا بادار مو راوســــــــــــت
ددی بد رنگو په وعدو څه خـــــــــــــــبر
ستا د سنگر ملگری ټول خفــــــــه دي
د شهيدانو له ارمانو څه خـــــــــــــــــبر
هلمنده دوی يي پــــه ډالرو پلــــــــوري
دا بی پښتو يي پــــــه پښتو څه خـــــــــبر
2010/07/23 مالمو سویډن