2020-09-21
څه چی په زړه می دي په خوله نه راځي
لکه په للمه چی اوبه نه راځــــــــــــــــــي
ستا په مسکئ مسکئ خندا تيروتـــم
اوس نو پښتو ده چل د نه نه راځــــــــي
تاسی د ښار ښکلو ته لوبئ ښـــــکاري
ځکه مو زړونو کی جذبه نه راځـــــــــــي
سپوږمئ هم ځان وريځو کي ونغاړلــــو
اوس روڼ اسمان او هغه شپه نه راځــــي
د بيوفا جانان د ظلمه ځنـــــــــــــــــــــــــــي
نم مي د سترګو تر ليمه نه راځـــــــــــــــي
نن مو په مينه باندی ټول خــــــــــــبر دي
هلمند شيرزاد ته اوس بهانه نه راځــي
2010/09/18 مالمو سویډن