2020-09-21
مونږ د چوکــــــــــئ او د شهرت په خاطــــــــر
د ځان ځانــــــــــئ او د دولت په خاطــــــــــــر
خلک تير باسو د قـــــدرت په خاطــــــــــــــــــر
مونږ په دروغو کی له هر چا نمبر ون يـــــــــــو
مونږ څومره دروغجن يو
د غـــــــلا او چـــــــور ښـــــی تجربی لـرو مونږ
هم د ظلـــــــــــــمو ښـــی کارنامې لــــرو مونږ
ډيرئ پيسی لـــــــــــوړی بنـــــګلئ لـــــرو مونږ
تاسی بــد بخــــته يي چی مونږه مو واکمــن يو
مونږ څومره دروغجن يو
لاس کــــــــي تسبی ګـــــــيره اوږده مي ګـــــــوره
بل قرقــــــولې چپن رنــــــګه مـی ګـــــــــــــــــــوره
د غـــــــــلو ډاکـــــــوانو اداره می ګــــــــــــــــــــوره
د پاسه سپين ښکـــــــــــــارو خو زړونو کی خيرن يو
مونږ څومره دروغجن يو
نن د پښتو پر ځای فارسي غــــــــــــــــــــږيږو
هم په اردو او انګلــــــيسي غـــــــــــــــــــــږيږو
چي مو فايده وي نو روســـــــي غـــــــــــــږيږو
په دوی کی ګټه ده نو ځـــــکه پری مـــــين يو
مونږ څومره دروغجن يو
چي ټولټاکنئ شي وعدی مو ګــــــــــــــــوره
غوړئ ډوډئ په اوټ پيسی مو ګــــــــــــــــوره
دعوي د امن ديموکراسئ مـــو ګــــــــــــــوره
بس دا شعار مو وي چی مونـــږه مو دردمن يو
مونږ څومره دروغجن يو
زه هلمند نور نو چا ته وژاړمــــــــــــــــــــــــــه
له دي غـــــــمو پناه تری وغـــــــــــــــــــواړمه
چی يي ليونې سپي بانـــــــدی وداړمــــــــــه
مونږ رياکاره پر يو بل باندی شــــــــــــــکمن يو
مونږ څومره دروغجن يو
2010/09/18 مالمو سویډن