ژوند مو واړه وخوړ د اغزو په سر
اوښکې يو تېرېږو د بڼو په سر
مراندې مو د زړه اخير پرې غوڅي شوې
لوبې مو کولې د نېزو په سر
يو فرياد مو خدايه قبول نه شو بس
کرښې دي ليکو يې د اوبو په سر
ستوري نه دي دا چې ورته ګورو موږ
حوري دي وريتېږي د لمبو په سر
تا خو اباسينه دلته نه راوړې
دومره وږي سترګې د څپو په سر
تال مو د سندرو ځکه وران برېښي
خاورې دي پرتې د اننګو په سر
ژبه د تصوير مو ځکه ګونګه ده
تور تور دېوان ناست دي د رنګو په سر
اوښکې د کوچۍ مګر قبولې شي
ږدي خو هر قدم د زيارتو په سر