ته لاړ شه اوس ويده شه په قراره، يم ولاړه
سپوږمۍ غوندې په سر ستا تر سهاره يم ولاړه
اوس ووايه جانانه دا چې څومره دي تصوير کړم
و مخ ته دي ريچې ريچې هنداره يم ولاړه
مودې وشوې بلا شپې تيرې شوي دي مګر لا
زه ستا په انتظار يم ستا د پاره يم ولاړه
که نن وي که سبا کراچۍ لاړه به شم تا نه
زه خواره د کابل يم بس په لاره يم ولاړه
رضا ستا ده خاونده واک هم ستا دى مګر زه خو
په وړاندې دي تور مخې ګناه کاره يم ولاړه