غزل

2020-09-21

چې زه ستا ماشومه لور وم څومره مورې رانژدې وې
لکه سيورى د اوربل له هره لورې را نژدې وې

چې مې ستا په اوښکو ژوند و خپلې اوښکې مې لا نه وې
ته تر هغه وې زما تر هغه پورې را نژدې وې

چې زما په حال ژړا وه ټوله ستوري شوه ستانه شول
يوه ته وې له هر چا نه سپوږمۍ خورې را نژدې وې

څو د دنکو ونو زړونه هلته ليري په خندا وه
څو د ماتو زړو مېرمنې څو سرتورې را نژدې وې

يه زما خواره تنديه اوس په تا باندې تاوان يم
ځکه ته په هغه ورځ تر خپله سيورې را نژدې وې

د شهيد لالي په قبر نور څه نه و چې يې کېږدم
غرونه غرونه وچې تېږې تکي تورې را نژدې وې