غزل

2020-09-21

داسى د مينې زندګي به لا چا نه وي کړې
زما او ستا غوندې ياري به لا چا نه وي کړې

ټپي به ډيرو خلقو ستا کوڅه کې کړې وي خو
زما پشانتې ارماني به لا چا نه وي کړې

دا چې لګيا يو او دا څنګه يي کوو نن مونږه
داسې د ډب مسلماني به لا چا نه وي کړې

دعا هر څوک کوي زه هم کوم خو فرق دا دى
خپلو لاسونو کې سوري به لا چا نه وي کړې

په محبت کې چې زه ستا کوم غازى نـــادانه
دومره پرواه د يو سړي به لا چا نه وي کړې