غزل

2020-09-21

د لرې تللو په مزل به درته پاتې راشم
ټپه به ښه وې په غزل به درته پاتې راشم

ما ښه په نره دې ناز وړے دے جانانه مدام
چې خفه نشې خو دا ځل به درته پاتې راشم

چې ستا نامه پرې کيږي ځه سړيه غم مکوه
ځه ځه صحي شوه په څه چل به درته پاتې راشم

ددې وطن د امن هيڅ درته وئيلے نشم
صاحبه دې کې مکمل به درته پاتې راشم

که ازغي غواړې درله دربه کړم غازى نادانه
بخنه غواړمه په ګل به درته پاتې راشم