زړه به پخپله پــــه ځـــان وسېزمه
په بې رُخـــۍ بـــه جانان وسېزمه
د چاودو شونډو په تودو اسوېلو
هره ورځ نـــــوی ارمــان وسېزمه
د زلمیـــتوب د تـــــنهایۍ تنده به
د پـــسرلي پــــــه بـــاران وسېزمه
خدای پیداکړي ښایســتونو باندې
د خدای راکـــــــړی ایمان وسېزمه
درځاره ته په مـــا یقـــــین نــکوې
زه خو په دغه ګـــومــان وسېزمه