ستا برکت دی، چېته نـه یې هیـــــڅ هم نه کېږي
ګـــــــل او بـــــــاران د پـــسرلـــــي په کرم نه کېږي
یــــوه خـــــــوږه خبــــــــره زه هـــم درنــــه غواړمه
چــــــوپــــــه خـــولــه ناسته د حوا او ادم نه کېږي
مــــــرور زه یمـــــــه او زنــــه یــــــې هم زه نیسم
زمـــــونـــــــږه میــــنه د دنــــــیا پـــه رقم نه کېږي
خــــــلک د خپــــلو عمــــلونـو بدل څه غــــــواړي؟
چـــې زهــــر وکــــرې پـــــه ځمـــکه، غنم نه کېږي
ددې وطـــــن ښـــــکلي نــــازکــــه نـــــازولي دي
درځاره اوس یې چې ښکل نکړې نو هم نه کېږي