2020-10-26
سخت دی په یوازې ځان مزل زما لپاره
ګــوره ضرورت دی ستا لرل زمــا لپاره
زړه نازړه مې ځکه درنه واخسته هلکه
کلــه دې راوړی نه و ګُـــل زمــا لپاره
مه ځه! دا موسم د تنهایۍ لپاره ندی
یو د پسرلي په خاطر، بل زمــا لپاره
سترګو دې د زړه د درد کیسه راته کوله
بیا دې هم په خوله باندې خندل زما لپاره
یــاره مـروره! د ګلــونو دوکــانــداره!
تا خــو به ګلــونه هم کــرل زمــا لپاره