2020-09-21
د تورو شپو په تورتمونو کې ډېر لرې لاړم
زه په لټون د سحرونو کې ډېر لرې لاړم
ته بې خیالۍ کې زما خواته را نزدې څه شولې
زه دې د خوانه په سوچونو کې ډېر لرې لاړم
ستا به مسکا لکه د گل عادت وي څه خبروم
چې په یقین د گو مانونو کې ډېر لرې لاړم
ستورو مې اورېدې خبرې وار په وار اوده شو
زه د سپوږمۍ نه تپوسونو کې ډېر لرې لاړم
اسراره وایي د دنیا خلق چې مړ شو اسرار
دومره د حسن په خیالونو کې ډېر لرې لاړم