2020-09-21
څه رنگې تیرېږي وخت زما، پوښتنه مه کوه
څه به درته وایمه اشنا، پوښتنه مه کوه
اور دی او په اور کې د ژوندون د پاره هڅه ده
جنگ دی د فنا او د بقا، پوښتنه مه کوه
زه چې ورته گورمه شلېدلي گرېوانونه دي
مانه د گلونو د خندا، پوښتنه مه کوه
ډېر څه مې په زړه دي، خو ویلی درته نه شمه
هسې نه چې خوله مې شي خطا، پوښتنه مه کوه
چا ورځنې وکړو په محفل کې د اسرار تپوس
وې ویل چې وي به څوک له ما، پوښتنه مه کوه
۱۲ می ۱۹۷۶ ډېرو