2020-09-21
ستا د وصال ټوله قیصه خوږه ده
که ورځ ده ورځ، که شپه ده شپه خوږه ده
غم دې زما د زړه نه لرې نه ځي
ستا ددې دوو لېونو ښه خوږه ده
ستا د بې نیازه نظر څه ووایم؟
شراب تراخه دي خو نشه خوږه ده
خیر دی که نن مې خوږ اشنا ونه لید
د مازیگر هوا خوږه خوږه ده
پوی شوم چې ولې خلق مینه کوي
د مین زړه د درد مزه خوږه ده
اسراره ستایې چې ښاېست دښکلو
ستا د غزل هر مسره خوږه ده
۲۱ مارچ ۱۹۷۱ هوتي