2020-09-21
ساقي! څله بندوې د مېکدې ور
لاخو خدای بند کړی نه دی د توبې ور
دزړگي نا قلاري مې د لیدو ده
درزوي مې څه بې واره د سینې ور
دراتلو نه مې خبر شوې نه راوځې
که په تېر کې مې نیولی دی پردی ور
چې گلچین راباندې سیل د گلو بند کړو
راته خلاص کړو د خیالونو گلکدې ور
بدلېدونکې ده دنیا زاهده ټوله
کلک کړه ځان پسې راپورې د کوټې ور
په کوڅه کې دې دربان ته څه حاجت وو ؟
زه دې هسې هم ساتمه د کوڅې ور
د اسرار په زړه کې راشي، جوړ ته راغلې
چې هوا چرته رالرې کړي د شپې ور
۱۷ جون ۱۹۶۷ هوتي