سترګــــې یـــار وټــــــاکي ملتیا ورسره زړه وکـــــړي
يواځــــې تــــن بــــه دوه سرزورو سره څـــه وکــړي
په سر مې درد شي دومره درد چې درد ویخته وکړي
چــــې د رقیب په لـــــوري یــار کــــله کـــــاته وکړي
کــــه په ځــــان ورخمیږي خپل ځــان سره ښه وکړي
دا پاتې ژوند دې بې له جــنــګه پـــښــتــانــــه وکړي
غــلــچـــکـــی برید راباندې داسې سـتـا بــاڼه وکــــړي
بــاور دې وشه پـشــکــــال کــــې مــــې ســاړه وکــړي
کــــه زمـــا ومــنـــي او ټـــول زمــا په خــولـه وکـــړي
غریـب بــه خـــلاص شي خـیـراتـونـه که ماړه وکـــړي
ورتـه پـه طـمـعـه نـاستـې جــونــې دې مـیـړه وکـــړي
بــــیــــدار کــه وغــواړي یو ورځ کـې به واده وکـــړي