په زخمي زړګي مې مالګې دوړوې هم
رقیبان مې نندارې ته رابلې هم
په قران راسره غبرګ لاسونه ږدې هم
خپله ژمنه سم دواره ماتوې هم
دا منمه چې په لک روپو مې اخلې
په یوه روپۍ مې بیرته خرڅوې هم
د ګریوان فصل مې والی وچکالۍ دی
وچې شوې مې د سترګو دي چینې هم
که ځوانان کوي د خپل وطن ساتنه
ورته ناستې دي په طمعه پښتنې هم
ورځ خو وخته لاس اخستی و زما نه
خپلې غیږې نه جدا کړم تورې شپې هم
شړک خو څه اوس یې په بل ورخوروې هم
په همدې زلفو دې ما پانسي کوې هم
ټولې هیلې دې په سین لاهو کیدې هم
لیوني غوندې بیداره خاندیدې هم