غزل

2020-09-21

چاره مې څه وه خو بس زړه چاودون ته غاړېوتم 
ســکـونه! ځـــــه په مخ دې ښه جنون ته غاړېوتم 

نه د راتلــــــــو انتظار پاتې نه د وصــــل تمـــــــه
څــــه بې مطلبه بې اســــرې ژوندون ته غاړېوتم

راســـــــره مل دی د چـــا یاد او څو میراتې هیلې
دوخـــــــــــت په لاره د خوښۍ لټون ته غاړېوتم

دزړه له درده ناخــــــــــبر مــلا کافـــــــر ګڼلــــــم
زه چــــــې د نن نیشه کې غرق پرون ته غاړېوتم

غلي نظــــــر کې مې د اوښـــــکو کتابونه کیسې
په خــــامــــوشیو کې د شور غبرګون ته غاړېوتم

زمــــا قامت یې (ســــــــــباوونه) ترپښو نه رسي
دزمـــــــــانې څـــــومره اوږده بېلتون ته غاړېوتم

د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه - نور