غزل

2020-09-21

رانه تللې چې ســتا ډېرې بېوسۍ وې
کنه!  ته راپســـې څــومــره لېونۍ وې

دبیلتون هیبت وهــــــلی وم راغــــلی
ماګیلې درته کــــولـــې خو سلګۍ وې

رڼاګانــې وې د نــورو رســـــــېدلـــــې
خو زمونږه خوارې برخې تروږمۍ وې

د حــــالاتو پېچ وخـــــم هم عجیبه ؤ
چې مې ته پکې نه خپله نه پردۍ وې

لکه نم د چــــا نظــر کـې پاتې نه شوم
لکه اوښکه مې قسمت کې پردېسۍ وې

چــې ترڅـــــــو پناه کیدلــم راکتل دې
(څه په مُسکه خـوله ولاړه په بلۍ وې)

خــامـــوشي مې وه ګویانه( سباوونه)
دغـــــربت نښه مې ګوتو کې پولۍ وې

د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه - نور