غزل

2020-09-21

دیاد نشې د عشق خمار رانه ځواني وخوړه
راشه چې ستړي انتظار رانه ځواني وخوړه

ستا د وصال تشې وعدې د وفا مات لوظونه
په تا مې کړي اعتبار رانه ځواني وخوړه

قسمته ته مې یې شاهد چې د حالاتو چم کې
غربت ځپلی یم روزګار رانه ځواني وخوړه

اظهار یې هم وکړو اخر خو دانکار په ټکو
چاچې په تمه د اقرار رانه ځواني وخوړه

دغم پنډونه مې په شا سترګې له اوښکو ډکې
خدایږو د ژوند ازغنې لار رانه ځواني وخوړه

دآیئنې مخ کې مزدور پرون په چیغو ویل
کلي کې پاتې نه شوم ښار رانه ځواني وخوړه

حاصل یې څه وو (سباوونه)  چې مې فکر وکړ
هسې د مینې کار اوبار رانه ځواني وخوړه

د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه - نور