غزل

2020-09-21

 نړۍ هوسا ده خو زه ژوند لکه فقیر کومه
افسوس په خپله زندګۍ او خپل تقدیر کومه
 
د زمانې نادودو دومره زورولې یم چې
په زنګانه مې خپل سر ایښې دی او ویر کومه
 
ړانده ماحول کې مې له ژوند سره جفا کړې ده
رڼا نړۍ کې به  ارو مرو تغیر کومه
 
د بیګانه وو په لمسون مې خپل وطن نړاوو
پښیماني مې زه  د کړنو په تآثیر کومه
 
زه د جګړی نه ستړی شوی یم خپل کور ته راځم
اوس قضاوت له خپل ضمیر سره په ځیر کومه
 
چې مې رابولي اتحاد ته یو عادل لټوم
زه ځان تړنه اوس د سولې په ځنځیر کومه
 
۱۳۹۷-۱۲-۱۲