غزل

2020-09-21

 په خپل کورکې له پردو سره مې ژوند دی

له غمونو او دردو سره مې ژوند دی
 
په خپل کور یمه له واکه غورځيدلې
د بل سیوري لاندې تلو سره مې ژوند دی
 
هسې نوم د ازادۍ دى چې يې اخلو
تش په نوم له دا نارو سره مې ژوند دی
 
زما ژوند کې بس همدا شیان به مومې 
د وژنې او مرګو سره مې ژوند دی
 
د فریاد د اوریدولو ځای مو نشته
ربه! تاته په زارو سره مې ژوند دی
  
ورونه خپلو کې ځانونه سره وژني
د سرزورو پښتنو سره مې ژوند دی
 
کار او کسب ورته ستر بلا ښکاري
د بی کاره ولـــسو سره مې ژوند دی
 
د "عادل" ذات عبادت نه بى پروا دي 
ګنهګارو پرګنو سره مې ژوند دی.