داچي سترګو ته مې ګورې تکې سرې دي
تا پسې مې ډيرې کړې شوګیرې دي
ستا دی یو نظر کتو د بڼو لاندې
خښې کړې مې په زړه تیرې چړې دي
خلک وایې مړي هیڅ کولای نه شي
مړو کتو دی جوړې کړی هدیرې دي
په ښکلا کې خو دی هیڅ ویلې نه شم
بل دی ډکې د حیاء ناز و نخرې دي
حقیقت ورته څرکند کړه چې خوشال شي
د عادل په زړه کې ډیرې تلوسې دي
98/7/14