غزل

2020-09-21

 د هسکى مېنې شهيدانو ته!

د ژونــدانه هره لمحه راته پیــــــــغور شو ربه
ستا بندګي راته سکروټه شوه ســـور اورشو ربه

ســــتا عبادت ته به اوس هم زه امنـــیت غواړمه
ستاپه سجده کې مې هم وژني ظلم زور شو ربه

ښـــه په بنډار کې ربه تا سره چې بوخت وو کله
په داسې وخت کې مې مسلم بچۍ چپ چورشوربه

زه دا مـــنم چې ابتلا په مؤمـــــن هم راځي خو
ستا امتــــحان کې مې مسجد ددين نسکور شو ربه

جنګ او جګړه او بلاګانې مو په کــــور راغلي
نورمومرګو ته صبر ورکړه زړه مو تور شو ربه

سپیــنه ټوټه د مکتــبۍ ټکري ته پاته نه شوه
ټول چنارونه مې تابوت شو چور مې کور شو ربه.