خیال د ځان هیڅ نــــه ســــاتـــــې ملـــنګه لیونیه
ګــــرزیـــــږې خــــاک پــــروره ړنــــګه بنګه لیــــونیه
ته یــــی دنظر شکرانـــــه ورکــړې په سجده رب ته
ښکلــــي درتــــه وایــــی چــــې بدرنــــګه لیـــونیه
افسوس چی دغربت څادر کی ته نه وای رانـغښی
ځـــواني لرې دګــــل پــــه شـــان ګلرنـــــګه لیـونیه
داستا دمعصومیت نښې په سترګو کې ښـــکاریږي
خــــوشـــــبو دې دبــــدن لکه لـونـــــګه لیــــونـــیه
دا ســــتا دغږیـــدونــــه بغـــــیر خـوب زما حرام وي
داڅــــه دې په مــــاکړي دي آهنـــــــګه لیــــونـــیه
دشمعې دښــــــــایست رڼا په ټول محفل خوره وه
تـــــــاهسې ځـــــان ستـــــي کړ پرې پتنګه لیونیه
دانـــــن چی دې مظلومه ګیلاسونه ټول خالي کړل
دنیا شوه جـــوړې نــــوره پــــه تـــا تنــــګه لیـــونیه