غزل

2020-09-21

راډکې که پیالې ټولې ساقې بـــې ســــوره شـــوی یم
باور وکــــړه ولاچــــې نــــن بیخـــي بې سوره شوی یم
 
د هغې قمر مخې نـــــاز نخــــــــرې یــــاره تـــوبه تـــوبه
سم روغ یــــی لیـــونـی کړمه چټي بې سوره شوی یم
 
دا مه ګوره چی ســره دي اوکه سپین دي یاکوم بل رقم
راوای ړوه ټول بس سم دستي بـــې ســــوره شوی یم
 
داڅــــــوک ده چې پـــه داســـې نــــزاکـــــت ده راروانه
قدم لـــــکه د زرکې په شان ږدي بې ســــوره شوی یم
 
دسپـــــینې سینې بام ته مې نګاره لـــږ درجـــوخت که
دې حـــــسن کړم نشه ما زنګوي بې ســـوره شوی یم
 
ملګرو تخـــــــــلیه د یـــــو څــــه وخـــــت له پاره غواړمه
یادونه دیو چــــــــا جــــوړې رازي بـــــې سوره شوی یم
 
مظلومه لــږ بـــــیان کــــه فلـــــسفه دغنـــي خان چرې
مظلومه نن په عشق کی دغنــــــي بې سوره شوی یم