تل صفت دې دجــــمال کـــــوم لګـــیایم
زه په شعرکی داکـــــمال کـــــوم لګیایم
سرمی پښو کې درتــه ایخی دی کافره
مســــلمان یــــم خـــو اوبال کوم لګیایم
مصوریــم یــــوتصــــویــــــــر دی جوړومه
اننګې کې درته خــــال کـــــوم لګـــیایم
ښاپیرۍ حسن دې ساتـــــــم له عذابه
درنه ګــــردچـــاپیــــر دیــوال کوم لګیایم
دوه وجوده یو چی يو شو دابه ښه وي
پينځه وخته دغـــه ســــوال کوم لګیایم
پــه جنت کی داویـــا حـــــــورور په تمه
صـــدقــه دســـر اومـــال کـــوم لګــیایم
زه مـــظلوم بــــه د دنیاخلک حیران کړم
محــــبت دې بــــی مثال کـــوم لګــیایم