ما بیګاه ټوله شپه خوب ندی کړی
ما بیګاه ټوله شپه سلګې وهلې
زه چی دشپې کوټې ته ننه وتم
په کټ کی کیناستم بالښت می سم کړ
دتوشک څنډې ته می لاس ورتیرکړ
داستاتصویرمی بیارا واخیستلو
په پټوسترګومی پری خوله کيښوده
ښکل می کړو څوځلې په وچو شونډو
بیامی د زړه پوری کلک ونیولو
یوڅوشیبی ورته خاموشه ومه
ما بیګاه ټوله شپه خوب ندی کړی
ما بیګاه ټوله شپه سلګې وهلې
ټوله دنیاپه خوب ویده پرته وه
مادې تصویر داسی زیر زیر کتل
لکه چی ړوند ته خدای پاک سترګی ورکړي
داستادسترګو مزل واخیستمه
لاړم زاړه یادونه بیاتازه شول
هو داتصویر و درنه مااخیستی
هغه دغټې ونی لاندې څوکی
تری ګردچاپیره دنرګس ګلونه
هرمازدیګر به مونږ همدلته راتلو
په دی څوکی به موږ دمه کوله
تابه له مانه لاس چاپیره کړولو
مادی دسترګو ننداره کوله
ترماښامي پوری به هلته ناست وو
مابه غزل تابه ټپه کوله
ما بیګاه ټوله شپه خوب ندی کړی
ما بیګاه ټوله شپه سلګې وهلې
راته رایادشو بیاهغه مازدیګر
ته چی سینګاروی له کاله راوتی
زه انتظارومه په پارک کی درته
ته دکانټین په خواراتیره شولې
ماله ملګري وه کمره راوړی
کمره دی واخیسته او ښکل دی کړمه
یوه سیلفی دې هلته واخیستله
دپریټی په سټایل کی ودریدلی
ویل دی واخله څوعکسونه رانه
توبه توبه څومره نښرې دی زده وی
په څو رقمه ډرامې دې زده وی
ما بیګاه ټوله شپه خوب ندی کړی
ما بیګاه ټوله شپه سلګې وهلې
ستاتصویرونوپسې ډیرخفه وم
هغه یادونوپسی ډیره خفه وم
میموری کارت دی رانه واخیستلو
ویل دې دایادګاربه زه ساتمه
دشپی چی کورته کله ورسیدم
درته واټساپ کی می مسج وکړلو
درنه می وغوښتل ها ټول تصویران
خوتادایوتصویر راولیږلو
ویل دې نورو باندی څه کوی ته
دایوتصویرمی په یادګارکی واخله
ویل دې هسی نه هم ستایمه زه
مجنونه یاره ستالیلایمه زه
ما بیګاه ټوله شپه خوب ندی کړی
ما بیګاه ټوله شپه سلګې وهلې
خوږی خبری دې رایادی شولی
زړه می تاو واخیستو بهر ووتم
بره اسمان ته می څو وار وکتل
سپوږمی څه تته شان رنړاکوله
ستوروبه وریځوکی ځانونه نغاړل
بیاتماشه به یی زماکوله
زړه می طاقت ونکړ بیرته لاړم
په بالښت پروت تصویرمی بیاراواخیست
ورته می سم په چغوچغو ژړل
ما بیګاه ټوله شپه خوب ندی کړی
ما بیګاه ټوله شپه سلګې وهلې
په زړه می درد و هیڅ قرار یی نه و
تصویرهم چپ و هیڅ ګفتار یی نه و
ها توره شپه یی راپه یاده کړله
یوڅومسجه دې واټساپ کی راغلل
مادی هریوته جواب ولیکلو
بیادی ویل ښه شپه i love u جانه
په دغه لفظ دی راته خوب راوستو
کله چی پاڅیدم سحر له خوبه
په پټوسترګو می مسج ولیکو
سحرپه خیر ګرانی سحردی په خیر
خو هی افسوس چی ستاترننه پوری
ګوتې می ستړې شوی لیکلوباندی
ماته دیومسج جواب رانغی
ما بیګاه ټوله شپه خوب ندی کړی
ما بیګاه ټوله شپه سلګې وهلې
قسم دی بیامی په زړه ووریدی
ماویل چی یوزل دې خبری واورم
موبایل می واخیستو خواري می وکړه
نمبر دی هم بنددی هیڅ کارنکوی
زه څومره ډیر درپسی وګرزیدم
پرون هم هغه پارک ته تللی ومه
هرڅه دتیر په څیر هماغسی ول
لاړم هغی کرسی کی کیناستمه
دزړه دنیامی ورانه شوی وله
یوازی ناست ومه ډیربدخکاریدم
خپل سپیره بخت ته زه مظلوم ژړیدم
ما بیګاه ټوله شپه خوب ندی کړی
ما بیګاه ټوله شپه سلګې وهلې
ځکه چی ته راسره خواکی نه وی