عجيبه خلک دي

2020-11-04

عجيبه خلک دي سړى ورته حېران پاتې شي

نه يې ژوندون د بل د ښې شي نه د ځان پاتې شي 

نه په کور ناست خلک ترې پاتې نه روان پاتې شي 

نه سندر غاړى  ، نه ملا ترې په اذان پاتې شي

 

الله اکبر زلمى چاودنه وکړي ځان شهيد کړي

د ځان سره به بلا ډېر مسلمانان شهيد کړي

 

عجيبه خلک جنګ اعلان کړي د کافرو خلاف 

خو حقيقت کې دي د ورور او د ملګرو خلاف

عجيبه خلک د شپېلۍ خلاف ګودرو خلاف 

هرې ښادۍ کې د چمبې خلاف سندرو خلاف

 

دي په خفګان باندې مېن د خوشالۍ نه خفه 

خداى چې ورکړې دوي د هغې زندګۍ نه خفه

 

عجيبه خلک دي د خپل کور او وطن خلاف دي 

په مرګي دومره دي مېن چې دخپل تن خلاف دي 

دوي د راڼه سهار خلاف د ماسخوتن خلاف دي 

دوي په خپل وخت د مرګ خلاف د زنکدن خلاف دي

 

له ځانه بم جوړ کړي د ښار زړه کې چاودنه وکړي 

وي په دې هيله کوندې خداى راته بښنه وکړي

 

عجيبه خلکو هر طرف کړې جنازې روانې 

چاته يوه او د چا کور ته دوه او درې روانې 

اخ په وطن کې مې د وينو دي ويالې روانې 

سپينې کوترې ترې د امن والوتې روانې

 

خدايه هېواد کې مې د وينو دا لختي ودروه 

له مونږ روانه مروره زندګي ودروه

 

عجيبه خلک سيپاره په اور کې وسېزوي 

دا ښه په فخر او ښکاره په اور کې وسېزوي 

قرآن شهيد کړي کتابچه په اورکې وسېزوي 

دوي چې د هر کاله ډيوه په اور کې وسېزوي

 

او بيا په فخر باندې وايي په رڼا مين يو

مونږه په دين باندې مېن يو په دنيا مين يو

 

اى خلکو پوى شئ ګوره دا د کونډې مور بچى دى 

دا رالوي کړى يې په سوال او پردي شکور بچى دى

د زړه درزا هم يې د دواړو سترګو تور بچى دى 

ايله راغلى د زوانۍ په شرنګ او شور بچى دى

 

اى خلکو پام وکړئ د ده مرګ کې جنت مه ګورئ

که داسې وکړئ ايمانونه سلامت مه ګورئ

 

عجيبه خلک دي له ځان سره فتوې ګرځوي 

څوک پرې چړې ته څملوي څوک له چړې ګرځوي 

سپينې جامې يې دي پر تن اوږدې تسپې ګرځوي 

کليمه وايي ژبې سر باندې توبې ګرځوي

 

مسلمانان دي خو په نوم د مسلمان خلاف دي 

قرآن يې ترخ کې دى نيولى د قرآن خلاف دي

 

عجيبه خلک دي ژوندون ورته ارزښت نه لري 

د بل خېر غواړي خپل پښتون ورته ارزښت نه لري 

جومات مکتب هيڅ يو مضمون ورته ارزښت نه لري 

تل ويجاړي کوي سمون ورته ارزښت نه لري

 

ساېره ! دوي همېش  د وېش نه په تالا خوشال دي 

دنيا دې ټوله مړه شي دوي په کې تنها خوشال دي 

۲۰۲۰/۱۰/۰۴