2020-11-04
له خدایه غواړمه ډېر کم وخت ته له سره ځواني
خو چې بې خوفه وي او پاکه له خطره ځواني
وې توپانونو ته ولاړ " اوس دې سیلۍ غورځوي
ښایي په تا باندې هم تېره شوله ' وره ' ځواني
بازه! که ته رانه هرڅو خپل عمر پټ وساتې
مالوموم دې په الوت کې له وزره ځواني
نه جونو خوښ کړې ' نه یې ښکل کړې ' دواړه مخه باندې
بدرنګه! تېره دې کړه هسې بې ثمره ځواني
مغرور زلمي یې کړي خدمت او غلامي یې کوي
دا بوډاتوب هم لږ څه ښه دی ' خو اکثره ځواني
تمامه شپه په ویښه تېره کړي په مخ د ګلاب
شوګیرشبنم ' ساتلی نه شي بیا د لمره ځواني
دنیا دې راوړه مګر دا تاوان دې هم کړی دی
کور ته دې رانوړه ساېره! له سفره ځواني