2020-11-04
يو ځل چې تېر شي بيا راځي عزاب
راګرزېدلې ، زندګي عزاب
راوله خدايه دوزخمي امنيت
له مونږ نه واخله جنتي عزاب
ښه نو کافر به ايمان څنګه راوړي ؟
ګوري چې دا مسلماني عزاب
زما پښتون لوڼې عزاب ګڼي خو
او بيا په فخر خرڅوي عزاب
خانه ! ستا هسې غږېده موسيقيت
ماته دا خپله خاموشي عزاب
دا کرونا ده ! دا به هم تېره شي
خو بيا دې غېږ نه راکوي عزاب
خدايه! بيا نوره خوښي مه راکوه
خو رانه واخله ګاوندي عزاب
ما د ثواب په نيت ښکل کړ هغه
دلته شو تېر په يو سړي عزاب
ساېر ته خپله بدرنګي اذيت
تاته ښايست ښکلې ځواني عزاب
۲۰۲۰/۰۵/۲۵