اخر مې زړه ډاډه کړه او له کوره او وتمه
د ښار د عریانی نه به تر کومه پټېدمه
کېدی شي د پېریانو په شان پښې مې اپوټه وي
په وړاندې قدم اخلم خو په ورستو باندې ځمه
څه ښه ده چې دا وارې په دې ملک هم ږلۍ وشوه
ځه ښه ده چې زه هم لکه ګلاب اورېژېدمه
کېدی شي چې د قاف د ښاپېریو خبر راوړم
دا ځل که د دېوانو له ولقې راووتمه
دا تاته چې د رګورمه، دوا مې مراد نه ده
د سترګو دا نرګس مې د نرګس مخې ته ږدمه
یا ګورې ونې ښې دي یا ټولی د فقیرانو
دا نور جهان په مثل د عذاب عذاب ګڼمه
دنیا به مانه پس هم په خپل ځان کښې وي مصروفه
دا ځکه خپل شعرونه هر دېوال باندې لیکمه
یو ته په دواړه لاس نارنجي رنګونه پاشه
یو زه به دا مشکینه زړه په موټي کښې ساتمه
څوک دا تماشه وګورئ یو څه عجب سړی یم
له ځانه یم روان او د خپل ځان په طرف ځمه
داخلق خدایه ولې په جامو کښې نه ځائیږي
داخلق دي د کومو داسې ورځو شپو په طمعه؟
زما برخه خو صرف په دې شور کښې ورکېده وو
نه تانه مرور یم، نه ګیله مې له موسمه
سړیو! دغه خبر هم د باګرام ترکو له یوسئ
سړیو! له خپلې تندې د باړې په غاړه مرمه
ورو ورو د عشق د کشف په معنا باندې خبر شوم
تسنیمه! په دې دشت کښې چاته چغې او وهمه